پکتیا ولایت کې یوه موټر پلورنځۍ د غیرقانوني فعالیت په دلیل وتړل شوه

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۱:۱۲
.

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د جوازونو د ثبت او بررسۍ عمومي مدیریت د ذوالقعدې د مياشتې په ۴ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د ياد ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له یو شمېر موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت په ترڅ کې  د ۲۰ موټر پلورنځیو له جوازونه، سټو او د ثبت له کتابونو څخه نظارت ترسره شو، چې له دې جملې څخه یوه موټر پلورنځۍ چې په غير قانوني ډول یې فعالیت ترسره کاوه، د نظارتي غړو له لوري مهرلاک شو.

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست په دوامداره توګه د معاملاتو لارښوونو دفترونو او موټر پلورنځیو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS