پکتیا ولایت کې د یو مدافع وکیل د نیول کېدلو دلیل «شخصي دعوا» ده

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۳:۴۳
.

د پکتیا ولایت عدليې رئیس مولوی محمد رئیس محمدي او له هغه سره مل پلاوي د مدافع وکیلانو له یو تن عبدالولي تدبیر او د هغه د ورور د نیول کېدلو د موضوع او علت د صحت او سقم معلومولو په منظور، له هغوی سره د دغه ولایت په محبس کې وکتل.

ځینو رسنیو د دغو وکیلانو نیول کېدلو ته داسۍ انعکاس ورکړی وو چې ګواکي د افغانستان اسلامي امارت د مدافع وکیلانو له کار او فعالیت سره مخالف دی او مدافع وکیلانو ته د کار اجازه نه ورکوي او په همدې دلیل عبدالولي تدبیر او د هغه ورور یې نیولې دي.

له دې امله چې په ولایتونو کې د مدافع وکیلانو کنټرول او د هغوی ستونزو ته رسیدګي د ولایتونو د عدليې رئیسانو له صلاحیتونو څخه دي نو ځکه د پکتیا ولایت د عدليې رئیس او له هغه سره مل پلاوي د شوال میاشت په ۲۱ نېټه د پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت محبس ته ولاړ ترڅو د یادو شویو مدافع وکیلانو د نیول کېدلو علت وپوښتي.

یادو شویو مدافع وکیلانو د خپل نیول کېدلو علت د یو شمېر افرادو شکایت وباله، ویې ویل چې له یو شمېر افرادو سره شخصي دعوا لري او د هغوی د عريضې په اساس نیول شوي دي.

د عدليې رئیس یاد شوي مدافع وکیل ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان د اسلامي امارت د نافذ شویو قوانینو په پام کې نیول سره له قانوني لاره له هغوی سره همکاري کوي او د هغوی ستونزو ته به رسیدګي وکړي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت په هیڅ ډول د مدافع وکیلانو له کار او فعالیت سره مخالف نه دی بلکه هغوی له پاره د قانوني فعالیت جوازونه ویشي او د هغوی ستونزو ته رسیدګي کوي او ښکاره بیلګه یې څو مودې وړاندې د عدليې وزارت لخوا د رسنیو په حضورکې د سلګونو مدافع وکیلانو له پاره د جواز ویشل دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS