پکتیا ولایت کې د دارلوکالو د ارزونې بهیر پيل شو

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۴:۳۴
.

د پکتیا ولایت د عدليې رییس مولوي محمد رییس محمدي په مشرۍ او ددغه ولایت د استخباراتو، مرافعه محکمې، د علماو د شورا، مستوفیت، د امر بالمعروف و نهی عن المنکر ریاست، ښاروالۍ او  عدليې ریاست د استازو په غړیتوب یو ګډ پلاوي د رجب المرجب میاشت په ۴ نېټه د پنجشنبې په ورځ پکتیا ولایت کې د دارلوکالو د ارزونې بهیر پیل کړ.

دغه هیئت له دارلوکالو څخه د نظارت د ښه او منظم کار او مطلوبه پایلې ته د رسیدلو په منظور، لومړۍ خپلو کې ناسته جوړه کړه.

دغې ناسته کې د عدلیې رییس په یاد ولایت کې د دارلوکالو او موجودو مدافع وکیلانو د شهرت، د مدافع وکیلانو حقوقو او وجایبو، د مدافع وکیلانو اصول او کړنلارې، د وکالت اړوند آسانتیاو او ستونزو، د هویت کارت او د مدافع وکیلانو د جواز، د قضیو اخیستل او د هغو شمېر، د عوایدو د ثبت کتابونو، د موکلینو د ثبت کتابونو او نور برخوو په اړه د هیئت غړو ته مفصل معلومات وړاندې کړل.

دغې ناسته کې د مدافع وکیلانو د ستونزو په اړه هم بحث وشو او ګډونکوونکو يې خپل ترمنځ نظرونه شریک کړل او یوه منظمه کاري طرحه هم جوړه شوه.

ورپسې ګډ هیئت ساحې ته ولاړ او د دارلوکالو د ارزونې بهیر يې پيل کړ او د هغوی ستونزې يې واورېدې.

یاد شوي هیئت مدافع وکیلانو ته ډاډ ورکړ چې د مدافع وکیلانو ټول حقوق د اسلامي امارت د نافذ شوو قوانینو په روڼتیا کې رعایت کیږي. دغه راز یاد هیئت له هغوی څخه وغوښتل چې د دفاع وکالت برخه کې ټول نافذ شوي قوانین او کړنلارې رعایت کړي.

د یادولو وړ ده چې دغه ولایت کې د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر دوام لري او په نوبت سره به په دغه ولایت کې ټولې دارالوکالې ارزیابې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS