په ۱۱ ولایتونو کې څه باندې ۱۳۰۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۳:۵۹
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي آمریتونو یې په لسو نورو ولایتونو کې ۱۳۲۸ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.

دا برنامې د محرم الحرام د مياشتې په ۱۱ او ۱۲ مه نېټه د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د مرکز  په ګډون په بلخ، بادغیس، خوست، نورستان، سمنګان، تخار، پکتیا، غزني، لغمان او هرات ولايتونو کې وړاندې شوې او په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو روزنه، د هېوادوالو د حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شو.

د عدلیې وزارت د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو  برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک په خپلو حقوقو پوه شي او د خپل ورځني ژوند د حقوقي ستونزو په لرې کولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ د هرات ښار په اتمه ناحيه کې  د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.

په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۲۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د مرکز، جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې له ۲۵ دارالوکالو څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د کونړ ولایت د عدلیې رياست د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۱۱ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست. . .

BACK TO NEWS