په کنړ ولایت کې له خیریه بنسټونو څخه نظارت او بررسي ترسره شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۹ - ۱۲:۳۸
.

د کنړ ولایت د عدلیې ریاست د انسجام لوی مدیریت د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په اسعدآباد ښار کې له خیريه بنسټونه څخه نظارت او بررسي ترسره کړه.

د دغې بررسۍ په پایله کې د مرستو صندوقونه چې د یو خیریه بنسټونو له لوري له خلکو څخه د مرستو راټولو په منظور د دغه ښار په ځینو هټیو کې اېښودل شوي وو، راټول شول او د یادې مؤسسې فعالیتونه ودرول شول.

د مرستو صندوق اېښودل د خیریې بنسټونو له خوا د عدلیې وزارت د کړنلارې او پالیسۍ خلاف دي او وړاندې له دې یادو شویو خیریه بنسټونو ته په دې اړه خبرداری ورکړل شوی وو خو د دغې مؤسسې مسؤلینو دغې موضوع ته توجو نه وه کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS