په کنړ ولایت کې د معاملاتو له لارښوونو څخه لیدنه او څارنه ترسره شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۹ - ۱۱:۴۸
.

د کنړ ولایت د عدلیې ریاست د انسجام لوی مدیریت د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۳ نېټه د دغه ولایت په مرکز، اسعد آباد ښار کې د معاملاتو لارښوونه له یو شمېر دفترونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د دغې بررسۍ په پایلې کې یو کس چې د معاملاتو لارښوونې له دفتر او له رسمي جواز څخه پرته د معاملاتو د لارښوونې  له عرفي سندونو او سټو څخه ګټه پورته کوله، وپېژندل شو او له نوموړي څخه سټې واخیستل شوې او له هغه څخه ژمنه واخیستل شوه چې په راتلونکې کې له دغه راز کار ترسره کولو څخه ډډه وکړي.

د یادې بررسۍ په ترڅ کې، په دغه ښار کې د معاملاتو د یو شمېر لارښوونو  جوازونه، سټې او د ثبت کتابونه بررسي شول او په کارونو کې د ځینو نیمګړتیاو د لري کولو په منظور هغوی ته لازمې لارښوونې وسپارل شوې.

دغه راز د کنړ ولایت عدلیې ریاست د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو اداري مدیرانو ته لارښوونه وکړه چې په ولسوالیو کې د معاملاتو د لارښوونو، عریضه لیکونکو، خیریه بنسټونو او د اتحادیو د دفترونو له غیر قانوني فعالیت څخه مخنیوی وکړي او د دغه راز مواردو د لیدلو په صورت کې د یاد ولایت د عدلیې ریاست د انسجام مدیریت ته خبر ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS