په کندوز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۴:۱۹
.

 د کندوز ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په دغه ولایت کې د شعبان د مياشتې په ۱۶مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ، د کندوز ښار په پنځمه ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو متصديانو ته توصیه وشوه چې له هغو معاملاتو ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او د هغو کورونو په کرایې ورکولو څخه هم ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله یې کرایه له لس سلنې څخه ډېره شوې وي.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۴:۱۹
Background image

په کندوز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کندوز ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په دغه ولایت کې د شعبان د مياشتې په ۱۶مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ، د کندوز ښار په پنځمه ناحيه کې د معاملاتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۴:۵
Background image

د کنړ ولایت دعدلیې رياست او یو شمېر عريضه ليکونکو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د کنړ ولایت د عدلیې رئیس، مولوي روح الله روحاني د شعبان د مياشتې په ۱۶ مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت له یو شمېر عريضه ليکونکو سره د عدلیې رياست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۴۸
Background image

په پکتيا ولایت کې له ۹ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتيا ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شعبان د مياشتې په ۱۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، ګرديز ښار کې له ۹ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او. . .

BACK TO NEWS