په کندز کې د یو مرکز ۵۲ تنو زده کوونکو لپاره حقوقي پوهاوی ورکړل شو
د کندز ولایت د عدلیې ریاست د رجب المرجب د میاشتې په ۵ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یوې برنامې په ترڅ کې د ضیاالدین طاهري زده کړه ییز مرکز ۵۲ تنو زده کوونکو لپاره حقوقي پوهاوی وړاندې کړ.
دغه برنامه د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو آمریت له خوا په دې مرکزي کې جوړه شوه او د اسلام په شریعت کې د انسان د حقوقو د موقف او د نورو موضوعاتو په اړه په کې خبرې وشوې.
د یاد مرکز مسؤولینو، یاده برنامه ګټوره وبلله او په راتلونکې کې هم د دغه راز برنامو د جوړیدو غوښتنه وکړه.