په کندز ولایت کې ۸۴ زده کوونکو لپاره حقوقي پوهاوی وړاندې شو
د کندز ولایت د عدلیې ریاست د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې د یاد ولایت په مرکز کې د یو زده کړه ییز مرکز زده کوونکو لپاره دوې حقوقي برنامې جوړې کړې.
په یادو برنامو کې ۸۴ تنو زده کوونکو ګډون درلود او د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو د آمریت مسؤولینو هغوی ته والدینو د حقوقو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د پورته مرکز مسؤولینو او زده کوونکو يې د یادې برنامې د جوړیدو هرکلی وکړ او په راتلونکي کې هم د دغه ډول برنامو د جوړیدو غوښتنه وکړه.