په کندز ولایت کې د ۴۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۴:۴۹
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس او غړي د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۱ نېټې د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د امام صاحب ولسوالۍ ته ولاړ او په دغې ولسوالۍ کې له ځینو غصب شویو ساحو څخه لیدنه او بررسي ترسره کړه.

تخنیکي هیئت د یادې ولسوالۍ د قرغان تپې ساحې ته ولاړ او د ساحې په بررسۍ سره، کابو ۴۰۰ جریبه امارتي ځمکه تثبیت کړه او د کادستر ادارې د سروې مدیریت ته لارښوونه وکړه ترڅو د ساحې کوردینات واخلي او د یادې ساحې له سکیچ او کروکي څخه وروسته، د هغې راپور وړاندې کړي.

وروسته یاد هیئت د امام صاحب ولسوالۍ برزنګي ساحې ته ولاړ او په دغې ساحې کې له ۳۱ جریبه امارتي ځمکې څخه لیدنه وکړه او کادسترې ټوټې پر یادې ساحې باندې تطبیق کړې او ساحه یې بررسي کړه.

هیئت اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د یادې ځمکې د متصرفینو د ځمکوالۍ او د هغو د سندونو د صحت او سقم په برخه کې له اړوندو مراجعو څخه معلومات وغواړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

BACK TO NEWS