په کندز ولایت کې د یو شمېر دارالوکالو د فعالیت نظارت کېدل
د کندز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ربیعالثاني د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د شنبې په ورځ په یاد ولایت کې د یو شمېر دارالوکالو له دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغوی فعالیتونه یې بررسي کړل.
د یاد نظارت او بررسۍ په ترڅ کې نظارتي پلاوي د دارالوکالو متصدیانو ته د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په برخه کې لازمې توصیې وکړې او له هغوی څخه یې وغوښتل تر څو خپل فعاليتونه د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلارې مطابق ترسره کړي.
د کندز ولایت د عدلیې رياست په یاد ولایت کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو نظارت ترسره کوي تر څو د غيرقانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.