په کندز ولایت کې د یو شمېر دارالوکالو د فعالیت نظارت کېدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۴:۴۴
.

د کندز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الثاني د مياشتې په ۱۱ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د یو شمېر دارالوکالو له دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغوی فعالیتونه یې بررسي کړل.

د یاد نظارت او بررسۍ په ترڅ کې نظارتي پلاوي د دارالوکالو متصدیانو ته د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په برخه کې لازمې توصیې وکړې او له هغوی څخه یې وغوښتل تر څو خپل فعاليتونه د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلارې مطابق ترسره کړي.

د کندز ولایت د عدلیې رياست په یاد ولایت کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS