په کندز ولایت کې د څه باندې ۵ زره جریبه امارتي ځمکې تثبیت

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۱:۴۲
.

د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هيئت ناسته، د جمادي الاول د مياشتې په لومړۍ نېټه د یکشنبې په ورځ، د ياد هيئت د رئيس او غړو په ګډون ترسره شوه.

د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د ياد ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اړوند په قره کوترمه ساحه کې د پنځه‌زره (۵۰۰۰) جریبه ځمکې موضوع په اړه بحث وشو.

تخنيکي هیئت د یادي ځمکې د متصرفينو د اعتراف په اساس، هغه امارتي تثبیت کړه او پرېکړه یې وکړه چې، دا ځمکه دې استرداد او د ځمکو په بانک کې دې ثبت شي.

همدارنګه، په ياده ناسته کې د کندز ولایت په بېلابېلو ساحو کې د شپږ اويا (۷۶) جريبو نورو ځمکو دوسیې بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS