په کاپیسا ولایت کې د ناګمان دښتې یوه قطعه ځمکه د اختصاصي محکمې د قرار په اساس امارتي ثابته شوه
د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې په کاپیسا ولایت کې د یوې قطعې ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، د خصومت پرېښودلو (ترک خصومت) قضايي قرار صادر کړ او ځمکه یې د اسلامي امارت اړوند وبلله.
دا ځمکه د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند په شوخي کلي کې موقعیت لري او د ناګمان دښتې په نوم شهرت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون تر دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې د یادې شوې ځمکې دوسیه رسماً د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.
یادې اختصاصي محکمې د اسنادو او مدارکو له دقیقې بررسۍ وروسته د دغې ځمکې په اړه قضايي قرار صادر کړ، چې پر بنسټ یې اسلامي امارت (د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون) حقیقي ذوالید ثابت شو او د اوسنیو متصرفینو ذوالیدي نامعتبره وبلل شوه.
د هېواد په کچه د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي هیئتونه یې او اړوندې اختصاصي محکمې د اسنادو، مدارکو او د امارتي ادارو اړوندو معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله پرېکړې کوي.