په کاپيسا کې د یو مرکز زده کوونکو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړول

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۴:۱۶
.

د کاپیسا ولایت د عدلیې ریاست د یوې برنامې په ترڅ کې د یاد ولایت د مرکز په یوه زده کړه ییز مرکز کې ۴۵ تنو ښوونکو او زده کوونکو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړ.

په دې برنامه کې چې د شعبان د میاشتې په ۴ نېټه د سه شنبې په ورځ جوړه شوه، د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو آمریت د یاد مرکز ښوونکو او زده کوونکو لپاره د عدلي او قضايي ادارو د موقف، د ماشومانو د حقوقو، د اولادونو د روزنې او نورو موضوعاتو په اړه پوهاوی وړاندې کړ.

د یاد مرکز مسؤولینو او زده کوونکو د یادې برنامې په هرکلي سره په راتلونکي کې هم د دغه راز برنامو د جوړیدو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS