په کابل ښار کې ۳ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۱:۵
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
دغه نظارت او بررسي د ربیع‌الاول د مياشتې په ۲۴مه نېټه د چهارشنبې په ورځ ترسره شو او په ترڅ کې یې ۲۸ دارالوکالې د نظارتي پلاوي لخوا بررسي شوې چې په ترڅ کې یې ۳ دارالوکالې د یو شمېر غيرقانوني فعاليتونو له امله وتړل شوې.
همدارنګه نظارتي پلاوي پاتې نورو دارالوکالو نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د حل په برخه کې یې د هغو متصديانو ته  لازمې توصيې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۲:۱۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۱ مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په  څلورمې ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې  له ۱۳. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د لوګر ولایت عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، پل علم ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتيا عدليې رئيس د څمکنۍ او ډنډپټان ولسوالیو له ولسوالانو سره وکتل

 د پکتيا ولايت د عدليې رئيس مولوي فاتح الله فاتح او ورسره مل پلاوي د ربیع الآخر د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ څمکنۍ او ډنډ پټان ولسوالیو  ته سفر وکړ او د یادو ولسوالیو له. . .

BACK TO NEWS