په کابل ښار کې ۳۶ خیریه بنسټونه او اتحادیې نظارت او بررسۍ لاندې ونیول شوې

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۴:۲۶
.

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د تېرو دوه مياشتو په ترڅ کې  په کابل ښار کې ۱۹ اتحادیې او ۱۷ خیریه بنسټونه نظارت او بررسي کړل.

ياد شوي پلاوي په دې بررسۍ سره، د یوه  خیریه بنسټ چې د جواز د اعتبار موده یې پای ته رسیدلې وه او په ناقانونه توګه يې فعالیت درلود، دفتر یې مهرلاک کړ.

هیئت د یادو اتحادیو او خیریه بنسټونو متصدیانو ته توصیه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او پاليسیو مطابق خپل فعالیتونه ترسره کړي.

همداراز له هغوی څخه وغوښتل شول چې د خپلو فعالیتونو راپور په خپل وخت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو چارو ریاست ته وړاندې کړي.

د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو د چارو رياست نظارتي پلاوی په دوامداره توګه د اتحادیو او خیریه بنسټونو له فعالیت څخه بررسي او نظارت ترسره کوي تر څو د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل ولایت د استيناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، محترم مفتي ضياء الحق ثاقب او ورسره مل پلاوي د کابل ولایت د استيناف محمکې رئيس، محترم مفتي ذبیح الله ساجد سره په یوې ناسته کې د دواړو ادارو ترمنځ پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۰
Background image

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د پکتیا او خوست ولایتونو له یو شمېر مسؤولينو سره وکتل

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس، محترم مولوي جان محمد «محمد طلحه» د یو پلاوي په مشرۍ پکتيا او خوست ولایتونو  ته سفر وکړ او د یادو ولایتونو له یو شمېر مسؤولينو سره یې د همغږۍ جلا جلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۴
Background image

په کنړ ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کنړ ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د شوال د مياشتې په ۲۸مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، اسعد آباد ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

نظارت. . .

BACK TO NEWS