په کابل ښار کې دوې دارالوکالې وتړل شوې

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۶
.

د افغانستان اسلامي امارت د مدافع وکیلانو د ریاست نظارتي پلاوي په کابل ښار کې د یو شمېر دارالوکالو په بررسۍ سره، دوې دارالوکالې وتړلې.

یاده بررسي تېره اوونۍ د کابل ښار په دریمې او څلورمې ناحیو کې ترسره شوې او په ترڅ کې یې هیئت له ۱۵ دارالوکالو لیدنه وکړه چې له هغو څخه د مدافع وکیلانو د کړنلارې مطابق د خپلو کاري دفترونو د نه تنظیمولو په دلیل  دوې دارالوکالې وتړل شوې او متصدیان یې د عدلیې وزارت ته وغوښتل شوو.

د عدلیې وزارت په دوامداره توګه د دارالوکالو له فعالیت څخه نظارت کوي ترڅو د غیرقانوني فعالیتونو او سرغړونو مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS