په څلورو ولایتونو کې ۱۰۱۰ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې شوې

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۴:۴۱
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي امریتونو یې په درېیو نورو ولایتونو کې ۱۰۱۰ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.

دغه برنامې چې د ذوالقعدې او ذوالحجې د مياشتو په ۲۸ مه او لومړۍ نېټه د پنجشنبې او شنبې په ورځو د مرکز په ګډون غور، بادغیس او پکتیا ولايتونو کې وړاندې شوې او په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو روزنه، د هېوادوالو د حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شو.

د عدلیې وزارت د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک په خپلو حقوقو پوه شي او د خپل ورځني ژوند د حقوقي ستونزو په لرې کولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۵
Background image

په لسو ولایتونو کې څه باندې ۱۱۰۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي آمریتونو یې په نهو نورو ولایتونو کې ۱۱۵۷  تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.

دا برنامې د محرم الحرام د مياشتې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۲:۵۸
Background image

د نیمروز ولایت د عدلیې رياست او د موټر پلورونکو اتحادیې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

د نیمروز ولایت د عدلیې رياست او د یاد ولایت د موټر پلورونکو اتحادیې مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې رئيس مولوي عبدالوارث خليل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۲:۴۷
Background image

په جوزجان ولایت کې د څه باندې ۳۰۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

د جوزجان ولایت ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هيئت ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد هيئت د رئیس او غړو په ګډون سره جوړه شوه. 
د تخنیکي په دې ناسته کې، د. . .

BACK TO NEWS