په پکتیا ولایت کې د ۸ دارالوکالو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۵۶
.

 د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، ګردېز ښار کې له ۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د یادو دارالوکالو د فعاليت جوازونو مطابق د دفترونو موقعیت، د ثبت کتابونه، لوحې او نور مهم اسناد بررسي کړل.

د یاد نظارت په ترڅ کې، د دارالوکاله یو شمېر نيمګړتياوې مشخصې شوې او د هغو متصديانو ته د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصې وشوې.

د پکتیا ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۲۳
Background image

د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د عدلیې وزارت له لوري د ۱۲ زره او ۵۶۴ رسمي سندونو د ژباړې تصدیق

 د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست، د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست، د روان کال د غبرګولي (جوزا) او چنګاښ (سرطان) میاشتو په اوږدو کې د ۱۲ زره او ۵۶۴ رسمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۲۰
Background image

په سرپل ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د سرپل ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۰مه نېټه د شنبې په ورځ، له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
د نظارت په ترڅ کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې ۴ دفترونه وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د مياشتې په ۶مه نېټه د ‌سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په اړوندو سیمو کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS