په پکتیا ولایت کې د ۷ دارالوکالو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۵:۱۳
.

 د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د میاشتې په ۵مه نېټه د شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز،  ګردېز ښار په کچه له اوو (۷) دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د یادو دارالوکالو دفترونه، د فعاليت جوازونه، د ثبت کتابونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.
د دې نظارت په ترڅ کې، د دارالوکاله یو شمېر نيمګړتياوې مشخصې شوې او د هغو متصديانو ته د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصې وشوې.
همدارنګه، د نظارت پر مهال مدافع وکیلانو هم خپلې شته ستونزې له پلاوي سره شریکې کړې، چې د حل ډاډ ورته ورکړل شو. 
د پکتیا ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS