په پکتیا ولایت کې د ۵ دارالوکالو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۱:۵۴
.

 د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د میاشتې په ۷مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، ګردېز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د یادو دارالوکالو دفترونه، د فعاليت جوازونه، د ثبت کتابونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.
د دې نظارت په ترڅ کې، د دارالوکاله یو شمېر نيمګړتياوې مشخصې شوې او د هغو متصديانو ته د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصيې وشوې.
همدارنګه، د نظارت پر مهال مدافع وکیلانو هم خپلې شته ستونزې له پلاوي سره شریکې کړې، چې د حل ډاډ ورته ورکړل شو. 
د پکتیا ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS