په پکتیا ولايت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت کېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
.

د پکتیا  ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ربیع الثاني د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د مرکز ګردیز ښار اړوند له ۱۰ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت په ترڅ کې د موټر پلورنځيو متصديانو ته د سټو او د ثبت د نويو کتابونو او د جعلي سټو له ګټې اخیستنې څخه د ډډې کولو په اړه لازم معلومات وړاندې شول او همدرانګه د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په اړه لازمې توصیې وشوې.

د پکتیا  ولایت عدلیې رياست په یاد ولایت کې له موټر پلورنځيو په دوامداره توګه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونیسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۳
Background image

د عدلیې وزیر د احتکار پر مخنیوي او د کورونو د کرايې د لوړېدو پر مخنیوي ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د روژې د میاشتې په ۱۶مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو له مسؤولینو سره په یوې ناسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS