په پنجشیر ولايت کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو نظارت کېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۴۵
.

 د پنجشیر ولایت د معاملاتو لارښوونې د دفترونو نظارتي پلاوي، د شوال د مياشتې په ۱۷مه نېټه د شنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

نظارتی پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو معاملاتو لارښوونې دفترونه، جوازلیکونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې او نور سندونه بررسي کړل او د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصدیانو ته یې د موجودو نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په اړه لازمې توصیې وکړې.

د پنجشیر ولایت، عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۲۸
Background image

عدلیې وزارت ته له مراجعې او لیدنې وروسته، د دغه وزارت په اړه په کابل کې مېشت د سعودي عربستان د اوسیدونکي، عبدالله محمد ابراهیم الصنات نظر

هنا صُدمت في كابل.!!

وزارة العدل الأفغانية.!!

في زيارة مميزة جمعتني بأحد الأصدقاء إلى وزارة العدل الأفغانية؛ كنت أعتقد أننا سنقوم بجولة اعتيادية داخل إحدى الجهات الحكومية، لكن الواقع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دا. . .

BACK TO NEWS