په پروان ولایت کې څه باندې ۱۴ زره جریبه امارتي ځمکه استرداد شوې ده

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۳
.

 د پروان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د رجب المرجب د میاشتې په ۱۲ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت له والي مولوي محمد ادریس انوري سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.

په دې ناسته کې د پروان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت رئیس، مولوي روح الله روحاني د ولایت له مقام سره د دغه هیئت د لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور شریک کړ.

نوموړي وویل چې د یاد هیئت د فعالیت له پیل راهیسې څوارلس زره نوي (۱۴۰۹۰) جریبه امارتي ځمکې له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته او د مرکزي کمېسیون د پرېکړې  او یا د امارتي توب پر مبنا یې د متصرفانو د اعتراف په اساس استرداد او اړوندو ادارو ته تسلیم شوي دي. د هغه په وینا، کابو اته زره (۸۰۰۰) جریبه نورې ځمکې بیا د هيئت تر بررسۍ لاندې دي.

په ورته مهال، د پروان والي مولوي محمد ادریس انوري د هیئت لاسته راوړنې وستایلې او یاد هیئت ته یې د لا زیاتې همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲
Background image

په لغمان ولایت کې د یو شمېرموټر پلورنځیو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست تر مشرۍ لاندې د معاملاتو لارښوونې دفترونو څخه ګډ نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۵
Background image

په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې څلور دفترونه وتړل شول

 د جوزجان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

BACK TO NEWS