په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۳ دفترونو وتړل شول
د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سېشنبې په ورځ، د یاد ولایت په مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۶ دفترونو، ۶ سوداګریز مارکېټونو او د محصلینو له ۱۵ خصوصي لیلیو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۳ دفترونه د غیرقانوني فعالیتونو له امله وتړل شول او د نورو دفترونو، مارکېټونو او لیلیو مسؤولینو ته توصیه وشوه چې له ټاکل شوي حد څخه د زیاتې کرایې له ثبت او د معاملاتو له ترسره کولو ډډه وکړي.
همداراز کمېټې ټینګار وکړ چې د سرغړونې په صورت کې، مسؤولیت په بشپړ ډول د جایداد مالک پورې اړه لري او له هغه سره به قانوني چلند وشي.
