په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۹
.

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له ۸ دفترونو، د معاملاتو لارښوونې ۷ دفترونو او ۱ هستوګنیز کور څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې د لیلیو مسؤولینو ته توصیه وشوه چې له ټاکل شوي حد څخه د زیاتې کرایې له ثبت او د معاملاتو له ترسره کولو ډډه وکړي. همداراز کمېټې ټینګار وکړ چې د سرغړونې په صورت کې، مسؤولیت په بشپړ ډول د جایداد مالک پورې اړه لري او له هغه سره به قانوني چلند وشي.

د پروان ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د عدلیې وزیر د قوانینو د تدقیق او فقهي تخریج د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې د عدلیې وزارت د اړوندو برخو له لوري د قانون جوړونې او د تقنیني اسنادو د وروستي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د هرات ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۲۸مه نېټه د سه‌شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۳۶
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست او د حقوقي مرستو ریاست نوي رئیسان چې د دغه وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS