په هرات ولایت کې د څه باندې ۱۰۷۱ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۳:۲۳
.

 د هرات ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شعبان د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د ياد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
تخنيکي هيئت په دې ناسته کې، د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د دري شپېته (۶۳) جریبه ځمکې او په انجيل ولسوالۍ کې د څه باندې یو زرو اته (۱۰۰۸) جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيولې او په ترڅ کې یې يادې ځمکې امارتي تثبيت او تشخيص شوې.
همدارنګه په دې ناسته کې د هرات ولایت په بیلابیلو ساحو د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه لازم تصاميم ونيول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS