په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۴۲
.

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۹ مه نېټه، د ‌شنبې په ورځ، د هرات ښار په نهمه ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغوی فعاليتونو بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو رسمي سټې، د فعاليت جوازونه، د پیر او پلور قانوني‌توب او یو شمېر نور اړين سندونه بررسي کړل چې په ترڅ کې یې ۱ دفتر د غيرقانون فعاليت له امله وتړل شو.

همدارنګه نظارتي پلاوي د پاتې نورو دفترونو په چارو کې یو شمېر نيمګړتياوې مشخصې کړې چې د لرې کولو په موخه یې د یادو دفترونو متصدياتو ته لازمې توصیې وکړې.

د هرات ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۲۸
Background image

عدلیې وزارت ته له مراجعې او لیدنې وروسته، د دغه وزارت په اړه په کابل کې مېشت د سعودي عربستان د اوسیدونکي، عبدالله محمد ابراهیم الصنات نظر

هنا صُدمت في كابل.!!

وزارة العدل الأفغانية.!!

في زيارة مميزة جمعتني بأحد الأصدقاء إلى وزارة العدل الأفغانية؛ كنت أعتقد أننا سنقوم بجولة اعتيادية داخل إحدى الجهات الحكومية، لكن الواقع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دا. . .

BACK TO NEWS