په نيمروز ولايت کې د غیرقانوني فعالیت له امله د معاملاتو لارښوونې د درېیو دفترونو تړل کېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۰:۵
.

د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د یاد ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې ۳ دفترونه د غیر قانوني فعالیتونو له کبله وتړل شول او د پاتې نورو، د معاملاتو لارښوونو دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياوې د اصلاح او د کاري چارو ښه‌والي په موخه لازمې توصیې وشوې.

د نيمروز ولایت، عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونو له دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۲:۴۹
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست او مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

د غزني ولایت عدلیې رياست او مدافع وکيلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته، د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست نورو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۲۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر موټر پلورنځيو نظارت کېدل

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز اړوند په پنځمه ناحيه کې له ۵ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۲
Background image

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی الألی د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

. . .

BACK TO NEWS