په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو ۱۶ تنو متصدیانو لپاره زده‌کړه ییزه برنامه جوړه شوه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۴:۳۷
.

د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د خوږياڼۍ ولسوالۍ اړوند د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۱۶ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې د جمادی الأولی د میاشتې په ۲۱ نېټه د شنبې په ورځ جوړه شوه، د یاد ریاست د انسجام آمریت مسؤولینو پکښې ګډونوالو ته د معاملاتو لارښوونې د اصولو، د معاملاتو لارښوونو د مسؤولینو د وجایبو او په سمه توګه له سټو او د ثبت کتاب څخه د ګټې اخیستنې په اړه لازمې لارښوونې وکړې او دغه راز د معاملاتو لارښوونې اړوند تقنیني سندونه یې هغوی لپاره تشریح کړل.

دغه راز په دې برنامه کې د معاملاتو لارښوونې مسؤولینو او متصدیانو خپلې پوښتنې او ستونزې مطرح کړلې او د عدلیې ریاست مسؤولینو د هغوی پوښتنو ته ځواب وړاندې کړ او د ستونوزو لرې کولو په برخه کې یې هغوی ته ډاډ ورکړ.

د ننګرهار عدلیې ریاست په پام کې لري چې د یاد ولایت په کچه د معاملاتو لارښوونې د ټولو دفترونو مسؤولینو ته دغه ډول زده کړه ییزې برنامې جوړې کړي ترڅو معاملات په شفاف او قانوني توګه ترسره شي او دغه راز مالیات په سمه توګه تادیه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ د هرات ښار په اتمه ناحيه کې  د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.

په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۲۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د مرکز، جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې له ۲۵ دارالوکالو څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د کونړ ولایت د عدلیې رياست د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۱۱ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست. . .

BACK TO NEWS