په ننګرهار کې د «حاجي قدير ښارګوټي» په نامه څه‌باندې ۱۲۳۲ جريبه ځمکه د اختصاصي محکمې د پرېکړې په اساس امارتي تثبیت شوه

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۵:۲۶
.

 د مرکزي زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې د «حاجي قدير ښارګوټي» په نامه د ۱۲۳۲ جریبه او ۱۲ بسوې ځمکې د سندونو او مدارکو په بررسۍ سره پرېکړه وکړه چې یاده ټوله ځمکه امارتي ده.

یاده ځمکه د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ په فتح آباد او خیرآباد ساحو کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې دوسیه رسماً د مرکزي زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

یادې اختصاصي محکمې د سندونو او مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو څخه د متصرفینو د وړاندې شویو سندونو په هکله د معلوماتو په اخیستو سره، دا سندونه نامعتبره و‌بلل او پرېکړه یې وکړه چې تر دعوا لاندې ټوله ځمکه چې په ۶ کادستري قطعو کې موقعیت لري امارتي ده.

د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه ده چې د ځمکو له غصب څخه  د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون  په همدې منظور رامنځته شوی دی.

دا کمېسیون مسؤولیت لري ترڅو امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو او غیر شرعي ذوالید څخه استرداد کړي او دا بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د امارتي ځمکو بررسۍ لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي هیئت هم لري چې دغو موخو ته د رسیدو لپاره کار کوي.