په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۲۶
.

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په ننګرهار ولایت کې، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۹مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په څلورمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو متصديانو ته توصیه وشوه چې له هغو معاملاتو ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او د هغو کورونو د کرایې ورکولو څخه ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال پرتله کرایه یې له لس سلنې څخه ډېره وي.

همدارنګه یادې کمېټې د د جلال آباد ښار د اوسیدونکو شکایتونو ته هم رسېدنه وکړه.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۰
Background image

په تېره یوه مياشت کې د ۳۶۰ عريضه‌ ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت شوی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ساحو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې ۸ دفترونه د سرغړونو له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۵۴. . .

BACK TO NEWS