په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونو له یو شمېر دفترونو څخه نظارت او بررسي ترسره شوه

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۳:۳۰
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز په جلال اباد ښار کې د معاملاتو لارښوونو له شلو دفترونو کتنه  وکړه او د هغو له فعالیت څخه یې نظارت ترسره کړ.

یاد پلاوي د بررسۍ په ترڅ کې د یادو معاملاتو لارښوونو د دفترونو جوازلیکونه، سټې او د ثبت کتابونه بررسي کړل او په پایله کې یې د معاملاتو لارښوونو یو دفتر د غیر قانوني فعالیت له امله وتړل شو.

یاد هیئت دپاتې نورو معاملاتو لارښوونو دفترونو متصدیانو ته د هغو په کارونو کې د ځینو نیمګړتیاو په دلیل توصیې او لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS