په ننګرهار ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۳:۴۲
.

د ننګرهار ولایت عدلیې رياست، د ربیع الاول د مياشتې په ۷ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستو برنامه جوړه کړه.

په یاده برنامه کې د ننګرهار ولایت عدلیې رئیس ګډونوالو ته د ازموینې د پروسې له شفاف‌والي څخه ډاډ ورکړ او زياته یې کړه چې د فعالیت جواز به وړ کسانو ته ورکړل شي او له هغوی څخه یې وغوښتل تر څو په خپلو کارونو کې امانت داري، صداقت او تقوا اختیار کړي.

په یاده ازموينه کې چې د عدليې رياست مسؤولینو ترې څارنه وکړه، د فعالیت جواز ۳۲ تنو غوښتونکو په کې برخه اخيستې وه.

د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلي، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډ‌ول جواز وویشل شي او هم د خلکو په کارونو کې آسانتياوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

په ننګرهار کې یو شمېر مدافع وکيلانو لپاره زده‌کړيزه برنامه ترسره شوه

 د ننګرهار ولايت د عدليې رياست د روژې د مياشتې په ۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ياد ولايت د مدافع وکيلانو د ظرفيت لوړولو په موخه هغوی لپاره يوه ورځنۍ زده‌کړيزه برنامه جوړه کړه.

دا برنامه. . .

BACK TO NEWS