په ننګرهار ولایت د یو شمېر اتحاديو له دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۴۰
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د میاشتې په ۱۱مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په لومړۍ او درېيمې ناحیو کې د یو شمېر اتحاديو له دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د فعاليت جوازونه، رسمي مهرونه، مالي راپورونه او یو شمېر نور موضوعاتو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو یو شمېر نيمګړتياوې مشخصې شوې او مسؤولينو ته توصيه وشوه چې خپلې شته ستونزې او نمګړتياوې حل کړي.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲

BACK TO NEWS