په ننګرهار ولايت کې د معاملاتو لارښوونې او خيريه بنسټونو له یو شمېر دفترونه څخه نظارت کېدل
د ننګرهار ولایت عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د صفرالمظفر د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د ياد ولایت د مرکز جلال آباد ښار په څلورمه ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت او بررسۍ په پایله کې، د معاملاتو لارښوونې شپږ دفترونه د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شول او د معاملاتو لارښوونو د نورو دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په اړه لازمې توصیې وشوې.
همدارنګه د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د صفر الظفر د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د یوې بلې بررسۍ په ترڅ کې په یاد ولایت کې د ۳ خيريه بنسټونو له دفترونو او د فعاليتونو له څرنګوالي څخه نظارت ترسره کړ.
د ياد نظارت په ترڅ د خيريه بنسټونو له استازو څخه غوښتنه وشوه، چې مستحقو ته مرستې ووېشي، د مرستو وېشلو په وخت کې انساني کرامت ته درناوی وکړي او اسلامي او افغاني ارزښتونه ته دې پام وکړي.
د ننګرهار ولایت عدلیې رياست په یاد ولایت کې په دوامداره توګه د معاملاتو لارښوونو او خيريه بنسټونو له دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.