په میدان وردک ولایت کې څه باندې ۵۰ جریبه ځمکه بررسي شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۹ - ۱۲:۲۹
.

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د ۹۳۳ امارتي ټوټې د بررسۍ په منظور د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ د درانیو ساحې ته روان شو او یاده شوې ټوټه یې بررسي کړه.

دغه هیئت د یو شخص په تصرف کې ځمکه او د استوګنې کور چې ۱۰.۵۲ جریبه ځمکه کیږي او په ۹۳۳ قطعه کې شامله ده، بررسي کړه. په همدې توګه یاد شوي هیئت د یو بل شخص په تصرف کې یو سرای او ۵ هټۍ چې ټولټال ۱.۴۸۲۷۸ جریبه ځمکه کیږي او په دغې ټوټه کې شامله ده بررسي کړه او د هغې کروکي، مساحت او حدود یې معلوم کړل.

دغه راز یاد شوي هیئت د دوو نورو اشخاصو د مدعی بها ساحه چې له هغې څخه یوه ۱۶.۰۹ جریبه ځمکه او بله یوه یې ۲۲.۸۸ جریبه ځمکه ده بررسي کړه او د هغې کروکي، مساحت او حدود یې معلوم کړل. دغه ساحه هم په ۹۳۳ ټوټه کې شامله ده او اوس مهال سپینه ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS