په لوګر ولایت کې د یو شمېر موټر پلورنځیو نظارت کېدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۳:۴۱
.

 د لوګر ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ولایت د مقام او استخباراتو رياست د استازو په ملتيا د رجب المرجب د میاشتې په ۱۱ مه نېټه د يکشنبې په ورځ په یاد ولایت کې له ۱۲ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت په ترڅ کې، د موټر پلورنځیو رسمي سټې، د ثبت کتابونه او نور اړوند سندونه بررسي شول.

مؤظف پلاوي، د یادو موټر پلورنځيو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

همدارنګه  نظارتي پلاوي د یادو موټر پلورنځيو د متصدیانو ستونزې هم واروېدلې او د حل په برخه کې ډاډ ورکړ.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او څارنه ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۵۲
Background image

په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۲۲ جریبه امارتي ځمکې تشخيص کېدل

 د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذی‌الحجې د مياشتې په ۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۲۱
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې ۶۰۰ جریبه امارتي ځمکه تشخيص

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د البرز ولسوالۍ. . .

BACK TO NEWS