په لغمان ولایت کې د یو شمېر عریضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۳:۱۸
.

 د لغمان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د شعبان د مياشتې په ۱۵مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، په دغه ولایت کې د یو شمېر عریضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ د یادو عریضه ليکونکو د فعاليت جوازونه، د عريضو پاڼې او یو شمېر نور موارد بررسي شول.
نظارتي پلاوي د یادو عریضه ليکونکو په کاري چارو کې یو شمېر ستونزې مشخصې کړې او د ستونزو لرې کولو او همدارنګه د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه یې هغوی ته لازمې توصیې وکړې.
د لغمان ولایت د عدلیې رياست په دوامدره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۳۰
Background image

په کابل ښار کې له ۲۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د محرم د میاشتې په ۲۹مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ۲۰ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۱۸
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د میدان وردګ ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د صفر المظفر د مياشتې په ۳مه نېټه د ‌شنبې په ورځ په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۷
Background image

په بغلان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د بغلان ولایت د عدليې ریاست مؤظف نظارتي پلاوي د صفر المظفر د مياشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، پلخمري ښار کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو له ۲۶ دفترونو. . .

BACK TO NEWS