په غور ولایت کې څه د پاسه ۷۷ جریبه غصبي ځمکه امارتي تثبیت شوه

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۲۰
.

 د غور ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د ربیع الاول د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون ترسره شوه.

د تخنیکي هيئت په دې ناسته کې، د یاد ولالت په دولتیار ولسوالۍ کې د (۷۷،۸) اووه اویا اعشاریه اته جریبه ځمکې موضوع تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوه او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تثبیت او تشخيص شوه.

هیئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

همدارنګه د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې، د غور ولایت په بېلابېلو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او د هغو په اړه لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS