په غور ولایت کې د څه باندې ۶ زره جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۳۹
.

 د غور ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د روژې د مياشتې په ۱۲ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنیکي هیئت په دې ناسته کې د غور ولایت د مرکز ولسوالۍ اړوند په لقک سفیدک کلي کې د پنځه زره پنځه سوه (۵۵۰۰) جریبه ځمکې او د فیروز کوه ختيځ لوري کې د درې سوه یو څلوېښت (۳۴۱) جریبه ځمکې او په دولتیار ولسوالۍ کې د یو سل اته اویا (۱۷۸) جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسي لاندې ونيول شوې.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو دوسیو په اړه دې املاکي څېړنې ترسره او پایلې دې راتلونکې غونډه کې وړاندې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۲۳
Background image

د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د عدلیې وزارت له لوري د ۱۲ زره او ۵۶۴ رسمي سندونو د ژباړې تصدیق

 د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست، د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست، د روان کال د غبرګولي (جوزا) او چنګاښ (سرطان) میاشتو په اوږدو کې د ۱۲ زره او ۵۶۴ رسمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۲۰
Background image

په سرپل ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د سرپل ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۰مه نېټه د شنبې په ورځ، له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
د نظارت په ترڅ کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې ۴ دفترونه وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د مياشتې په ۶مه نېټه د ‌سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په اړوندو سیمو کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS