په غور ولایت کې د څه باندې ۶۵۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۳:۶
.

د غور ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د ربیع الثاني د مياشتې په ۵ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون ترسره شوه.
د تخنيکي هئيت د یادې ناستې په ترڅ کې د غور ولایت د مرکز ولسوالۍ اړوند په کاسي کلي کې د شپږ سوو شپږ پنځوس (۶۵۶) جریبه ځمکې دوسیه چې له دې وړاندې د مؤظف هئيت له لورې بررسي شوې وه، تر بحث لاندې ونيول شوه او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص شوه.
تخنيکي هئيت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې بشپړه شي او د وروستۍ پرېکړې په موخه دې مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه په ياده ناسته کې د غور ولایت د بېلابېلو ساحو د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS