په عدلیې وزارت کې د دفاع وکالت د ستاژ برنامې له درېيمې دورې څخه د ۶۶ تنو فراغت

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۳
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت، د دفاع وکالت د ستاژ درېیمه دوره په شرایطو برابرو د وکالت جواز اخیستونکو لپاره په بریالتوب سره پای ته ورسوله او له دې دورې څخه ۶۶ تنه فارغ شول. 
د دغې برنامې د ستاژرانو د فراغت مراسم د محرم الحرام د میاشتې په ۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، د قانون جوړونۍ د چارو عمومي ریاست مرستیال، محترم شیخ رکن الدین عتیق، ښوونکو او د یاد وزارت د نورو مسؤولینو په ګډون ترسره شول.
په دغو مراسمو کې محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر ستاژرانو ته د فراغت د مبارکۍ ویلو او د یادې دورې د ښوونکو د ستاینې ترڅنګ، ټینګار وکړ چې د ستاژ له زده‌کړې او د دفاع وکالت د جواز له اخیستو څخه د ستاژرانو موخه مادیات نه‌، بلکې ولس او اسلامي نظام ته خدمت وي او په دې برخه کې له خپلې پوهې څخه ګټه پورته کړي.
نوموړي څرګنده کړه چې د بېلابېلو ازموینو تېرولو او په هغو کې بریالیتوب ته په کتو سره، ستاژران په هر ډول حقوقي موضوع کې د خپلو موکلینو د دفاع وړتیا او استعداد لري.
د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست مرستیال، محترم شیخ رکن الدین عتیق هم په دې برنامه کې وینا وکړه او پر تقوا، اخلاص او له خلکو سره د مدافع وکیلانو پر ښه چلند يې ټینګار وکړ.
د دې برنامې ستاژرانو هم د یادې دورې د جوړولو له امله د عدلیې وزارت څخه په قدرداني سره، ژمنه وکړه چې خلکو ته د صادقانه خدمت په موخه به له هېڅ ډول هلوځلو څخه ډډه ونه‌کړي.
د برنامې په پای کې د مسلکي معین او د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست د مسؤولینو لخوا د ستاژرانو د فراغت سندونه هغوی ته وویشل شول.
د یادونې وړ ده چې د دفاع وکالت د ستاژ په درېیمه دوره کې دوه سمسترونه شامل وو چې ۹ میاشتې وړاندې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو د عمومي ریاست لخوا پیل او په آنلاین بڼه تدریس شوه. په دې برنامه کې ۱۳۷ تنو ګډون کړی وو چې د هغوی ۶۶ تنو د بېلابېلو ازموینو په تېرولو سره د دې دورې پر بشپړولو بریالي شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS