په عدليې وزارت کې د زده کړییزې اړتیا سنجونې د برنامې جوړول
د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د ادارې د ملکي خدمتونو انستېتوت د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت کارکوونکو له پاره د زده کړییزو اړتیاو د سنجولو برنامه د یاد وزارت په مقر کې جوړه کړه.
په دغې برنامې کې د ملکي خدمتونو د انستېتوت لوی رئیس مولوي عبدالرحیم احسان، د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو د انستېتوت لوی رئیس مفتي فضل هادي صاحب زاده، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي رحمت الله حلیم او د یاد وزارت نورو رئیسانو، آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.
د دغې برنامې په پرانېسته کې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو د انستېتوت لوی رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د ملکی خدمتونو له انستېتوت څخه یې د دغې برنامې د ترسره کولو له امله مننه او قدرداني څرګنده کړه. نوموړي د زده کړییزو برنامو په لار اچول د کاري چارو ښه والي په منظور اړینې وبللې ویې ویل چې هر انسان که وغواړي خپل کار او ژوند کې بریالی و اوسي او خپل موخو ته ورسیږي باید خپلو موخو ته د رسیدلو سمې لارې وپېژني.
نوموړي په ژوند او د چارو پرمخ وړلو کې عقیده او نیک عمل دوه اصلي عامل وګڼل ویې ویل چې موږ باید خپل خلکو او اسلامي نظام ته د خدمت په لاره کې دغه دوه اړین اصلونه په نظر کې ولرو او د اسلامي شریعت لارښوونو او ارشاداتو سره سم عمل ترسره کړو او ملي ګټو ته له شخصي ګټو څخه زیاته پاملرنه ولرو.
په دغې برنامې کې، د ملکي خدمتونو د انستېتوت لوی رئیس هم د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د یاد انستېتوت د دندو او مسؤلیتونو په اړه يې معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل په هره اداره کې د چارو لاښه پرمخ وړلو په منظور مسلکي زده کړو او د رهبري او مدیریتي زده کړو ته اړتیا شته او باید د ادارې کارکوونکي په دغو برخو کې زده کړې ورکړل شي. نوموړي زیاته کړه چې د ملکی خدمتونو انستېتوت په همدې منظور د زده کړو سنجولو برنامه جوړه کړې ترڅو د ادارو د کارکوونکو اړتیاو ته په کتلو سره زده کړییزې برنامې جوړې کړي.
په دغې برنامه کې د زده کړو د اړتیاو سنجولو فورمې د دغه وزارت ټولو کارکوونکو ته وویشل شوې ترڅو هغو برنامو ته چې د هغو زده کړو اړتیا لري لومړیتوبونه وټاکي. د ملکي خدمتونو انستېتوت زده کړه ییزې برنامې د ادارو د کارکوونکو لومړیتوبونو ټاکلو په پام کې نیولو سره ترسره کوي.