په سمنګان ولایت کې څه د پاسه د ۲۰۰۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد
د سمنګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د جمادي الاول میاشتې په ۲۲ نېټې د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ شورقل سیمې ته سفر وکړ او په دغې ساحه کې له غصب شویو ځمکو څخه کتنه او بررسي ترسره کړه.
یاد هیئت د دغې ساحې له بررسۍ څخه وروسته په یادې ساحه کې د عامه څړځای کابو ۲۱۲۴ جریبه غصب شوې ځمکه تثبیت او تشخیص کړه او پر هغو باندې جوړې شوې څلوردیوالۍ ویجاړې کړې.
تخنیکي هیئت یادې ځمکې د غاصبینو له تصرف څخه آزادې او استرداد کړې او د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ته یې تسلیم کړې.