په سمنګان ولایت کې د ۴۰ زره جریبه امارتي ځمکې استرداد
د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هيئت ناسته، د ربیع الاول د مياشتې په ۷ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون سره جوړه شوه.
په دې ناسته کې تخنيکي هيئت، د ياد ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ په مللي ساحه کې ۴۰ زره جریبه ځمکه چې څو موده وړاندې یې امارتي تثبيت کړې وه استرداد او د ځمکو په بانک د ثبت په موخه یې د کرنې رياست ته تسليم کړه.
همدارنګه په دې ناسته کې د ځمکو د غصب او دعوا لاندې یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او پرېکړه وشوه چې یادې ځمکې دې، د تخنیکي هيئت له لورې بررسي شي ترڅو شخصي او امارتي ځمکې تفکيک شي.