په سمنګان ولایت کې د ۲۹۳ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د جماديالثاني د مياشتې په ۲ نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت د خلم ولسوالۍ اړوند په جوی جوجمن ساحه کې د دوهسوه درېنوي (۲۹۳) جریبه ځمکې په اړه بحث وشو او ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تثبيت شوه.
همدارنګه په ياده ناسته کې د سمنګان ولایت په نورو ساحو کې د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر دوسیې بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.