په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۲ زره جریبه امارتي ځمکې تثبیت
د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د ربیعالثاني د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون ترسره شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند په چقمقلي کلي کې د دوهزره درېسوه اوه دېرش اعشاريه پنځه (۲۳۳۷،۵) جریبه ځمکې په اړه بحث وشو او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص شوه.
همدارنګه په ياده ناسته د سمنګان ولایت د بېلابېلو ساحو د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.