په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۲۸ زره جریبه امارتي ځمکې تشخيص کېدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۳:۸
.

 د سمنګان ولايت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنیکي هيئت ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د سمنګان ولایت د مرکز اړوند په زیرشمر کنده ساحه کې د اووه ويشت زره درې سوه یو نوي (۲۷۳۹۱) جریبه ځمکې او د حضرت سلطان ولسوالۍ په نعمان کلي کې د شپږ سوه اته شپېته (۶۶۸) جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په ترڅ کې یادې ساحې امارتي تشخیص شوې.
تخنيکي هئيت پرېکړه وکړه چې د یادو ساحو دوسیې دې بشپړې شي او د وروستۍ پرېکړې په موخه دې مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS